Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت کې فساد سره د مبارزې سپارښتنې په پڅه عملي کېږي

په کورنیو چارو وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې په تړاو د اداري فساد سره د مبارزې خپلواکې کمېټې څلورم رپوټ د دې ښکارندويي کوي چې، د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو، لوژستیک او بشري سرچینو په برخو کې د دغه بنسټ له لوري له ورکړ شویو لسو مهمو سپارښتنو یوازې یوه یې عملي شوې او په نهو نورو کې ډېر کم پرمختګ شوی دی.

له اداري فساد سره د مبارزې د خپلواکې کمېټې غړی مدثر اسلامي وايي:«له څه باندې پنځو میاشتو راهیسې، پرمختګ دا دی چې د کورنیو چارو وزارت توانېدلی په دغه څارنیز پړاو کې د لسو سپارښتنو له دلې یوازې یوه سپارښتنه په بشپړه توګه عملي کړي.»

د دغې کمېټې اجراییه مشر میوند روحاني وايي، د کورنیو چارو وزارت د بشري سرچینو په برخه کې یوازې په «اپس» سیسټم او یا هم د امنیتي ځواکونو د معاشونو د ورکړې په سیستم کې د امنیتي سرتېرو د ثبت په چاروکې پرمختګ لیدل کېږي او چارې یې هم ۹۷ سلنه مخته تللي دي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه:«وايي چې ګومارنه او ارتقا په اوو ورځو کې ترسره کېږي په داسې حال کې چې موږ له هغو کسانو سره چې ګومارل شوي دي مرکه کړې او د هغوی د ګومارنې بهیر دوه میاشتې وخت نیولی دی.»

له دې سره سم، د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه بنسټ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د خپلواکې کمېټې د سپارښتنو د عملي کولو په برخه کې ژمن دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  طارق آرین په دې اړه څرګنده کړه:«د کورنیو چارو وزارت د بشري منابعو، د تدارکاتو او لوژستیک په او همدارنګه په ټولو برخو کې د اصلاحاتو د راوستو بېلګې تطبیق کړې دي.»

له اداري فساد سره د مبارزې خپلواکې کمېټې د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې، د کورنیو چارو وزارت تدارکاتو، لوژستیک او بشري سرچینو په برخو کې د اصلاحاتو په موخه سپارښتنې کړې وي؛ خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، د دغه وزارت په مهمو برخو کې د دغو سپارښتنو عملي کېدو ته چندانې پام نه دی شوی. 

له اداري فساد سره د مبارزې خپلواکې کمېټې نن چهارشنبې په کورنیو چارو وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه خپل رپوټ خپور کړ.

شریک یي کړئ