د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا پر طالبانو د دغه سازمان د بندیزونو څارنیزې ډلې مامووریت د دولسو میاشتو لپاره تمدید کړ.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا دغه څارنیزې ډله د دولسو میاشتو لپاره په طالبانو پورې اړوندو کسانو او موسسو باندې د بندیزونو د عملي کېدو پر څرنګوالي څارنه وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په غونډه کې، د دغې شورا غړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت نن ویلي دي چې د تېرو درې میاشتو په لړ کې ۴۸۷ ولسي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي ۱۰۴۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ په دغې موده کې طالبانو ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ چاودنې کړې دي.
د ولسي وګړو مرګ ژوبلې کچه په داسې حال کې لوړه شوې ده چې تېره ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې یوې چاودنې - د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د شمېرو پربنسټ - ۳۵ ماشومان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.