د بشر حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو جوړښتونو له لغوه کېدو خبر ورکوي.
مېرمن سمر له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له هغې سره هېڅ مشوره نه ده شوې او هغه نه پوهېږي چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.
اغلې سمر زیاتوي چې له هغې سره اوو تنو کار کاوه.
له دې مخکې، مېرمن سمر د څه باندې یوې نیمې لسیزې لپاره د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رییسې په توګه کار کړی دی.
په دې اړه مو اندونه