امنیتي شرچینې نن سې شنبې (د مرغومې په ۲مه) وايي چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ امنیه قومندان احمد عمر صالح تېره شپه له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو یوې ډلې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.
د سرچینو په وینا، په دغې نښته کې د امنیتي ځواکونو درې تنه نور هم وژل شوي دي.
ښاغلی صالح له څو کلونو راهیسې د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان و.
امنیتي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
طالبانو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.