Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: کابل کې به د پولیسو ځواکونو شمېر دوه برابره شي

د کابل ښار د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره هم مهاله، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن(دوشنبې، د مرغومې په ۸مه) وویل چې ټاکل شوې ولسمشرۍ ماڼۍ د امنیتي میثاق د طرحې پربنسټ د کابل د پولیسو تشکیل دوه برابره کړي.

ښاغلي صالح په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې پرتلیزه ارزونه د دې ښودنه کوي چې د ثبات او ارامۍ په حالت کې هم، کابل د هغه د نفوذ په پرتله تر ټولو کم د پولیسو ځواکونه لري.

د ښاغلي صالح د لیکنې په بله برخه کې راغلي دي چې د کابل د شاوخوا غرونو د پوستو د امنیت د تامین مسوولیت له پولیسو د ملي پوځ ځواکونو ته ورکړل شوی دی.

بلخوا هغه د دوو تنو بریدګرو چې غوښتل یې د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې څارنوال ترور کړي، د نیولو خبر ورکوي.

په کابل کې د ناامنیو زیاتوالی

نن سهار هم د کابل ښار د چاودنو شاهد و.

د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې کابل ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه نن سهار ۰۷:۵۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو «رنجر» ډوله موټر د کابل ښار د څلورمې حوزې په اړوند کلوله پشته سیمه کې د ماین چاودنې ښکار شو.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې دغې چاودنې چاته زیان نه دی رسولی.

خو د پېښې شاهدان وايی چې دغې چاودنې دوه تنه ټپيان کړي دي.

د طلوع نیوز د شمېرو پربنسټ له لسو ورځو په کمه موده کې په پلازمېنه کې د امنیت ضد پېښو کې ۲۳ تنه وژل شوي او ۷۲ تنه نور ټپيان شوي دي.   

دغه شمېرې ښيي چې په دغې موده کې ۱۵ د امنیت ضد پېښې له هغې ډلې ځانمرګي، د موتر بم چاودنه، د مقناطیسي ماینونو چاودنه او پلان شوې وژنې شوې دي.
 
شریک یي کړئ