Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هغې محصلې څارل او نیول چې د نشه يي توکو د قاچاق شبکې مشره وه

له نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق د یوې سترې شبکې د له منځه تللو خبر ورکوي چې مشري یې یوې ۲۳ کلنې زده کړیالې نجلۍ په غاړه لرله.

د دغه مرکز چارواکي وايي چې دغې شبکې تر ډېره هند ته هیرویین قاچاق کول او له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونه، کابو درې کاله د دغې ډلې د مشرې په لټه کې وو ترڅو یې چې ونیوله.

د هغوی په ویناو دغې شبکې د مېرمنو لپاره د یوې مرستندویې بنسټ تر پوښښ لاندې فعالیت درلود او له هېواده بهر ته د نشه يي توکو  د لېږد لپاره د خپل د نظر وړ کسان د بې وزله کورنیو له ډلې ځوانان غوره کوي.

د پېښې څرنګوالی
 
د حامد کرزي په هوايی ډګر کې د  دیارلس سوو اوه نوي یم لمریز کال په بېلابېلو وختونو کې د قاچاق په تور د څو تنو له نیول کېدو وروسته، څو تنه نیول شوي کسان وايي چې دوی د یوې ځوانې نجلۍ لپاره چې په دې رپوټ کې د کریمې په مستعار نوم یادېږي کار کوي.

دا نجلۍ د یوه مرستندوی بنسټ تر پوښښ لاندې؛ د داسې ځوانانو په لټه کې وه چې وکړای شي د نشه يي توکو د قاچاق  لپاره له هغوی  کار واخلي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند احمد خالد موحد وايي:«دا جالبه ده چې د دوی د قاچاق د کار مشري د کورنۍ په بڼه وو او له یوې کورنۍ دوه خویندو چې له مستعارو نومونو سره یې فعالیت کاوه، د ځوانانو د جلب او جذب مسوولیت درولود.»

موحد زیاتوي :«د دغې شبکې ډېری غړي، په ټولنه کې هم فعالیت درلود. په خپله هم محصل وو او له محصلینو یې هم څو زده کړیالان هغه هم له بېلابېلو پوهنځیو، د ادبیاتو له پوهنځۍ، ژرونالیزم، طب او او په هغو کورسونو کې چې دوی درس لوست، هلته یې کسان جلب او جذبول او د دې په نامه چې موږ تاسو ته د زده کړو زمینه برابر وو او تاسې له هېواد بهر ته استوو، په حقیقت کې له دوی څخه په هغو تخنیکونو سره چې دوی لرل، د خپل قاچاق په پروژه کې استفاده کوله.»

تعقیب او تېښته

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس له دوو کلونو راهیسې د کرېمې د نیولو هڅې کولې، خو هغه په لومه کې ونه ولېده او دغه ځواکونه ونه توانېدل چې هغه ونیسي.

د کریمې د دوسیې یو څېړونکی چارواکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي وايي:«د پولیسو یوې حوزې موږ ته خبر راکړ چې د کریمې په ځانګړو سره یوه نجلۍ نیولې ده. له ځنډ پرته مو خپل ځواکونه حوزې ته واستول؛ خو زموږ د ځواکونو له رسېدو لږ مخکې، دا نجلۍ په مرموزه توګه له حوزې نه ورکېږي.»

هغه زیاته کړه بیاځلې مو اطلاع ترلاسه کړه چې کریمه له مودې وروسته پوهنتون په هغه درسي ټولګي کې چې د حقوق څانګې درس ورکول کېږي حاضرېږي:«هر څه پلان شوي مخته ولاړل؛ خو همدا چې ټولګي ته ننوتو، ومو لیدل چې هغه په خپل ځای کې نشته خو یوازې کتابچه او څو لیکلي پاڼې پر مېز پاتې دي. هغه نجلۍ چې د کریمې د څوکۍ تر څنګ ناسته وه وویل چې زموږ له راتګ څو دقیقې مخکې، هغې ته ټلېفوني اړیکه ترلاسه کړه او په ناڅاپي توګه له ټولګي ووته.» 

دا وضعیت دوام پیدا کوي. له نشه يي توکو سره د مبارزې ځوواکونه همدارنګه د کریمې په لټه کې وي او هغه هم په تېښته کې؛ تر څو چې یوه ورځ خبر رارسېږي چې د کابل ښار په پنځلسمې حوزې کې د کریمې د اوسېدو اصلي ځای پيدا کېږي:«ټول کارونه په چټکتیا سره ترسره شول. دا ځل مو کور په ساده ګۍ سره کلابند کړ او ولاړو نجلۍ مو ونیوله چې د خوب په کوټه کې یې هم څه باندې درې کیلو ګرامه نشه يي توکي په کوچنیو کپسولونو کې ځای پر ځای شوي وو.»

خو ایا د کریمې د نیولو عمیات په همدې ساده ګۍ بریالیتوب ته ورسېدل؟ ټولو پوښتل هغه نجلۍ چې دومره موده یې امنیتي ځواکونه بوخت ساتلي وو، څه ډول دومره په ساده ګۍ په لومه کې ولوېده؟

خو له څو ورځنیو څېړنو وروسته څرګندېږي چې نیول شوې نجلۍ د کریمې خور ده، نه په خپله هغه! کریمه بیا هم وتوانېده چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس اغفال کړي. هغه حقیقت چې یو ځل بیا یې د دغې قاچاق وړونکې نجلۍ د نیولو لپاره هڅې بېرته صفر ته ستنېږي:«ډېره هوښیاره او ډېره ماهره وه. هر څه یې کول چې د پولیسو لاس ته ونه لوېږي او خپل کار ته دوام ورکړي.»

دغو پېښو ځينې ګومانونه هم رامځته کړل چې څوک او کوم کسان له کریمې ملاتړ کوي:«هېڅکله پوه نه شوو چې څوک او کوم کسان ترې ملاتړ کاوه او کوي. هېڅوک پوه نه شول او له دې مو هم څه وانه ورېدل. ښايي دا د تل لپاره یو پوښلی راز پاتې شي.»

وایي چې بالاخره کریمه د هغې د خور له نیول کېدو څه موده وروسته د کابل په یوې برخه کې په یوه رسټوانټ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځواکونو له لوري نیول کېږي او په لومړنۍ محکمه کې په ۱۸ کاله زندان محکومېږي.
 
موږ پوهېږو چې له کریمې او یا مدافع وکیل سره یې د مرکې لپاره باید د استیناف محکمې تر جوړېدو پورې په تمه پاتې شو.

په تېرو وروستیو درېیو کلونو کې شاوخوا لس تنه هغه کسان چې د کریمې د ډلې غړي وو او غوښتل یې چې له نشه يي توکو ډک کپسولونه چې تېر کړي یې وو، هند ته یوسي؛ یوازې د کابل په هوایي ډګر کې له نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو له لوري ونیول شول.
 
له نشه يي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د مسوولانو په وینا د هغو ۲۷۸ کسانو له ډلې چې په ټول افغانستان کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي؛ ۴۷ تنه یې هغه کسان دي چې غوښتل یې په همدې بڼه او یا هم په بکسونو او نورو وسایلو کې د مخدره توکو په ځای پر ځای کولو سره د کابل له هوايي ډګره هند او یا متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي.
 
شریک یي کړئ