د اذربایجان پارلمان افغانستان کې د دغه خپل سفارت د پرانیستو هوکړه وکړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، باکو کې د افغانستان د سفارت په هڅو د اذربایجان پارلمان، په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستلو ته رایه ورکړې ده.
افغان بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان د دغه ګام هرکلی کړی.
د یاد وزارت خبرپاڼې له مخې د اذربایجان د پارلمان د نړیوالو اړیکو رییس، صمدسیدوف کابل کې سفارت پرانیستل مهم بللي دي.
په همدې حال کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم د سفارت پرانیستل د افغانستان او اذربایجان اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ شخړه کې د باکو له دریځه ملاتړ کړی وو.