په کابل ښار کې په یوې نانوایۍ کې د ګاز چاودنې له امله پنځه تنه وژل شوي دي.
د کابل پولیس وايي چې دغه پېښه تېره شپه د برکي په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.
دغه چاودنه په دغې نانوایۍ کې د اور لګېدو لامل شوی و.
د پېښې شاهدان وايي چې په دغې پېښه کې لږ تر لږه لس تنه ټپیان شوي دي.