Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هندوستان ټایمز: د چین جاسوسۍ شبکې غړي له افغانستانه ووتل

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د چین لس تنه جاسوسان چې په افغانستان کې د ملي امنیت له لوري نیول شوي وو د ولسمشر غني له خوا بښل شوي او په یوې ځانګړې الوتکه کې له کابله چین ته لېږدول شوي دي.

ترهغې دوه اوونۍ وروسته چې هندوستان ټایمز په کابل کې د چین د جاسوسۍ د یوې شبکې د نیولو خبر ورکړ.

اوس مهال دا ورځپاڼه د ولسمشر غني له لوري د دغو لسو تنو د بښلو او د چین د حکومت په چارتر الوتکه کې له کابله دغه هېواد ته د دغو لسو جاسوسانو د لېږد خبر ورکوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې کابل په دې شرط  د یوې ښځې په ګډون لس دغه جاسوسان بښلي دي چې بیجنګ افغانستان ته په پټه د هغوی د رالېږلو له امله بښنه وغواړي. 

د نړیوالو چارو کارپوه عبدالله تابع وویل:«نړیوالې اړیکې دا چې د پردې تر شا څه روان دي ولې جاسوسان نیول شوي او دا د چین سیاست او د افغانستان سیاست لپاره ښې پایلې نه لري.»

 هندوستان ټایمز ورځپاڼه رپوټ ورکوي چې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو د کابل په شیرپور او کارته چهار سیمو کې د چین په استخباراتي سازمان پورې اړوند لس جاسوسان د سپټمبر میاشتې په لسمه ونیول او درویشت ورځې په بند کې وو.

 د ملي امنیت  عمومي رییس احمدضیا سراج وايي:«د چینایانو د شبکې په هکله همدومره درته ویلای شم، چې هو نیول شوي خو جزییات یې د حساسیتونو له امله چې شته، نه شم کولای درته ووایم.»

د دغه رپوټ په بله برخه کې راغلي دي چې  ولسمشر غني خپل لومړی مرستیال امرالله  صالح  د کابل او بیجنګ تر منځ د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره ګومارلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي څرګندوي:«پر دې باید پوه شو چې ووینو هېوادونه ځينې وختونه د خلکو له سترګو لېرې داسې غوښتنې کوي خو د دواړو هېوادونو د اړیکو د مصلحت لپاره.»

بل خوا اکسیوس ویبپاڼې په یوه رپوټ کې چې د پنجشنبې پر ورځ یې خپور کړی؛ د امریکا د دوو چارواکو له خولې ویلي دي چې چین په افغانستان کې د نظام د مخالفانو په مالي هڅونې سره هڅه کړې چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه په نښه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه