Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غني او بلینکن خبرې؛ د لاسته راوړنو پر ساتلو او سولې ټینګار

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن له ولسمشر غني سره ټلفوني اړیکه کې د افغان سولې بهیر او د دواړو هېوادونو دوامدار مشارکت په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي بلینکن پر ټویټر پاڼې لیکلي دي:‎«له ولسمشر محمد اشرف غني سره مو د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ د دوامداره همکاریو د ژمنې په اړه خبرې وکړې. ما د متحده ایالاتو غوښتنه د ټولو افغان مشرانو چې د سولې تاریخي فرصت څخه ملاتړ وکړي، بیان کړه، البته د تېرو شلو کالو د لاسته راوړنو ساتلو سره.»

په همدې حال کې ولسمشر ماڼۍ وايي دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتېدو او هدفي ترورونو په اړه خپله ژوره خواشيني وښوده او هغه يې وغندل.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو د ستاينې ترڅنګ ویلي، د معنی لروونکې او پايداره سولې ټينګښت چې زموږ اساسي او هر اړخيز هدف دی، ملاتړ کوو او کوښښ کوو دايمي اوربند ټينګ شي.

خبرپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي دي:«زموږ ګډ هدف خپلواک، متحد او ډيموکراتيک افغانستان دی او د پایداره سولې او دايمي اوربند د ټینګښت لپاره به په سيمه کې خپلو ډيپلوماتيکو هڅو ته دوام ورکړو. »

خبرپاڼه زیاتوي چې انتوني بلينکن په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتونو پر ساتنې او پياوړتیا ټينګار وکړ وې ويل، د امريکا متحدو ايالتونو نوی حکومت به د افغانستان حکومت سره د دوه اړخيزه اړيکو او سولې پروسې په اړه نږدې همغږي او تماسونه ولري او ډېر ژر به د امريکا متحدو ايالتونو منتخب جمهور رئیس د ټليفوني تماس له لارې جمهور رئیس غني سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه