Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا دفاع وزارت: طالبانو له امریکا سره ژمنې نه دي عملي کړي

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وايي چې طالبانو له امریکا سره تړون کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

د پنټاګون ویاند، جان کربي په خپله لومړنۍ خبرې غونډه کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له القاعدې ډلې سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

جان کربي ټینګار کړی چې د طالبانو د خپلو ژمنو په نه پوره کولو کې پاتې راتلل د دې لامل شوی چې یوه سیاسي هوکړه لیک لاره پیدا کول سخته شي، خو نوموړی وايي امریکا لاهم دې تړون ته ژمنه ده.

هغه همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر په اړه پریکړه په امنیتې شرایطو پورې اړه لري او امریکامتحده  ایالات له خپلو ملګرو او متحدینو سره په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر د صفر کولو په اړه سلا مشورې کوي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی چې په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

طالبانو تر دې دمه د پنټاګون څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ماموریت تمدید کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن تایید کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد به افغانستان کې د سولې په برخه کې خپل مامورت ته دوام ورکړي.

هغه خبریالانو ته وویل:"بلې! موږ له هغه (خلیلزاد) وغوښتل چې دغه حیاتي ماموریت ته دوام ورکړي."

افغان حکومت په تېرو اتلسو میاشتو کې د زلمي خلیل د کاري دورې پر مهال پر هغه څه چې د سولې په تړاو یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د سلامشورو درېدل بللي دي نیوکه کړې ده؛ خو خپل افغان سیال ته د جوبایډن د ملي امنیت د سلاکار د تېرې اوونۍ له ټېلفوني اړېکې وروسته حکومت د دغو سلا مشورو د بېرته پېلېدو خبره کوي.

بل خوا د ناټو سازمان تمه لري چې د فبرورۍ میاشتې پر اولسمه د دغه سازمان د دفاع له وزیرانو په دې تړاو چې آیا تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره ده او کنه لازم توضیحات واوري.

په همدې حال کې طالبانو د امریکا د دفاع وزارت دا خبرې رد کړې دي او ویلي دی چې دوی له امریکا سره د سولې هوکړې ټول بندونه عملي کړي دي.

شریک یي کړئ