Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کمو اورښتونو په تړاو د کروندګرو اندېښنه

سږ کال ژمي کې د کمو اورښتونو له کبله کروندګر اندېښنه لري چې د کروندو پروخت له وچکالۍ سره مخامخ نشي.

د کابل د پغمان ولسوالي چې  نور کلونه د ژمي په موسم کې په واورو پوښل شوې وه، خو د روان کال په ژمي کې یوازې دوه ځلې په دغې ولسوالۍ کې واوره شوې چې هغه هم ډېره کمه وه.

کرونده ګر وايي تېر وخت ته په کتو که په راتلوونکو دوو میاشتو کې هم اورښتونه ونشي، ممکن له وچکالۍ سره مخ شي او کروندې به يې سختې وځپل شي.

کرندګر، نور محمد وايي:« تېر کال دغه مهال زموږ په ولسوالیو کي ډیره واوره شوې وه، باران او واوره زموږ کروندو ته ډېره ګټه کوي، که باران او واوره نه وي لکه اوس کرونده ګر به ډېر زیانمن شي‎.»

بل کروندګر، ضابط صافی زیاتوي:«‎کروندي به يي هیڅ سم حاصل ونه لري، خو اوس هم موږ لږ تمه لرو چي په راتلوونکي دوه میاشتو کي به ممکن واوره او اورښتونه وشي.»

د هوا پیژندنې اداره وايي د تېر کال پرتله سږکال کي د اورښت کچه د ۳۰ تر ۳۵‎ سلنې ټيټه وه او په راتلوونکو درېیو میاشتو کې د هېواد د سویل او سویل لویدیځو ولایتونو پرته د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د اورښت کچه کمه او د اندیښنې وړ ښودل شوې ده.

د یادې ادارې مرستیال، محمد نسیم مرادي وايي:« زموږ او د هواپیژندنې نړیوالې ادارې د اټکل له مخې د تېر کال پرتله د دېرش څخه تر پنځه دیرش سلنې اورښت کم شوی دی او په راتلوونکو درېیو میاشتو کې هم د افغانستان شمالي او شمال ختیځ ولایتونه د اورښت د کمښت سره مخ دي، خو په جنوب او جنوب لویدیځ ولایتونو کې به تقریبا د اورښت کچه نورماله وي.»

خو د هېواد په ګرمسیر ولایتونو کې به د اورښتونو د کمښت اغېزې څه وي؟ د هلمند د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې مرستیال، فیع الله قلم یې داسې ځواب وايي:«‎د تېر کال پرتله اورښت کم دی، که کال همداسې وچ پاته ښي تر ډېره به د هلمندیانو د کروندو پر حاصلاتو او حیواناتو منفي اغیزې ولري.»

بل خوا د کرنې او اوبولګولو وزارت هم په هېواد کې د اورښتونو د کمښت په اړه اندیښنه ښيې او وايي تر راتلونکي پسرلي به هم د اورښتونو کچه همداسې ټیټه وي کروند ګر او مالداران به له ستونزو سرمخ او د للمي غنمو حاصلات به کم وي.

د کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت ویاند، اکبر رستمي زیاتوي:«په روان ژمي او راتلونکي پسرلي کي که اورښت کم وي نو د کرني پر سکتور به منفي اغیزي ولري، او پر همدغه حال به څړځایونه کم شي او د للمي غنمو حاصلات به هم کم وي او حیواني خوراکې کچه به راکمه شي، او د اورښت کمښت په ټوله کي د مالدارۍ پر سکتور منفي اغیزي لري.»

که څه هم د هوا پيژندنې اداره راتلوونکو درېیو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو تمه لري، خو وايي د اورښتونو دا کچه به د نورو کلنو په پرتله ډېره ټيټه وي.

شریک یي کړئ