Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د مذاکراتو پایله به د اشرف غني دحکومت ځای ناستی اسلامي حکومت وي'

د طالبانو مرکچي پلاوی وايي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د سولې مذاکراتو پایله به د یوه اسلامي حکومت د رامنځته کېدو لامل شي چې د اشرف غني حکومت ځای ناستی شي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي په ایران کې یوې خبري غونډه کې ګواښ کوي که چېرې امریکايي ځواکونه او یا هم ناټو له «مۍ» میاشتې وروسته په افغاسنتان کې حضور ولري، دا ډله به د هغوی په وړاندې وجنګېږي.

د ایران د ملی امنیت شورا له منشي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي له کتنې وروسته، د طالبانو د پلاوي دغه درې غړي راغلي دي چې د سولې د مذاکرات او د دغو مذاکراتو د راتلونکي په تړاو خپل نظرونه په ډاګه کړي.
             
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وايي:«دا حکومت د هوکړه لیک پر بنسټ له منځه ځي او یو بل حکومت د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پربنسټ رامنځه کېږي او موږ په دې هکله له ایران او روسیې سره لیدنې لرلې دي او هغوی په دې هکله موافق دي.»

د طالبانو دا خبرې د افغان حکومت له غبرګونو سره مخ شوې دي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«د مذاکرې مېز او د مذاکرې ځای مشخص دی، د افغانستان پلاوی حضور لري او ژر تر ژره غواړو چې هلته مطرح کړي، او هېڅوک د افغانستان د خلکو په غیاب کې د هېڅ شي پرېکړه نه شي کولای. چې څوک طالبانو ته ژمنه ورکړي چې دا کار ستاسو راتلوونکی تضمینوي.»

د هېواد پخوانی امنیتي چارواکی رحمت الله نبیل  په دې باور دي که چېرې دواړه لوري پر یوې سیاسي حل لارې سره سلا نه شي؛ د بهرنیو طرحو د تپل کېدو احتمال شته چې په وینا یې یوه دا طرحه یې لوستلې ده.

ښاغلی نبیل زیاتوي:«د افغانستان پر خلکو به بهرنۍ طرحه تحمیل کړي او بیه به یې موږ پرې کړو.»

بل خوا طالبان په دې خبري غونډه کې په مۍ میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د احتمالي نه وتلو د پایلو په تړاو هم خبرداری ورکوي.
             
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین وویل:«که چېرې د ۱۴ میاشتو په لړ کې له افغانستانه بهر شي، موږ هم هوکړه لیک ته ژمن یوو او که چېرې بهر نه شي موږ هم هوکړه لیک ارزوو.»

له دې ټولو سره سره د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو له پلاوي سره د ښاغلي ظریف د کتنې جزیات ورکوي.
         
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده څرګندوي:«دا سفر هم د افغانستان دولت ته اطلاع رسونه شوې ده او همدارنګه پر ډېریو بحثونو هم د نظر ادلون بدلون شوی دی.» 

بل خوا که څه هم د لنډمهالي حکومت په تړاو د ولسي جرګې د رییس خبرې د جرګې د غړو ترمنځ د ترینګلتیاوو لامل شوې؛ نن سهار د هېوادوالو یوې ډلې د پارلمان مخې ته اعتراض وکړ، په داسې چې د ټولنیزو رسنیو ځينې کارونکي وایي چې یو شمېر د غه کسان د پیسو په بدل کې دغه اعتراض ته بلل شوي دي.

یو له دغو کسانو وايي:«موږ نه پوهېږو چې پروګرام د چا له لوري دی.»

د کابل بل اوسېدونکی هم زیاتوي:«موږ یې د چوک له سره دلته راوستي یوو.»
 
تر دې وړاندې ولسمشر غني هم ټینګار کړی دی چې د خپلې ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته به واک یوازې هغه چاته وسپاري چې د خلکو د رایو په پایله کې وټاکل شي.
 
شریک یي کړئ