دوو بېلو وسلهوالو بریدونو کې د هرات د انجیل ولسوالۍ د خلکو د شورا رییس او بادغیس کې د قادس ولسوالۍ د سلطان ها کلي پراختیايي رییس ژوند بایللی دی.
د هرات والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي ناپېژاندو وسلهوالو تېره شپه(یکشنبې د سلواغې په ۱۹مه نېټه) د انجیل ولسوالۍ د خلکو د شورا رییس، سید میا ادراني وژلی دی.
ښاغلی فرهاد څرګندوي چې دغه پېښه د هرات ښار لومړي نمبر پوستې سیمه کې شوې ده او بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي دي.
همداراز د بادغیس ولایت سیمهییز مسوولیت وايي چې طالبانو تېره شپه د قادس ولسوالۍ سلطانها کلي پراختیايي رییس، محمدعارف وژلی دی.
د یادې قادس ولسوال، میرزا علي بېدار څرګندوي چې طالبانو محمدعارف له کوره او سلطان ها کلي ته یې نېږدې وژلی دی.
د دواړو پېښو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.