کابل کې نن سهار(چهارشنبې د سلواغې په ۲۱مه نېټه) ورځ په چاودنو پیل شوه او درې بېلابیلو برخو کې چاودنې وشوې چې پایله کې یې د پنځمې امنیتي حوزې امر په ګدون درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.
سرچینې وايي چې د کابل څلورمې حوزې سیمه کې چاودنې د پنځمې امنیتي حوزې امر، محمدزي کوچي او دوو ساتونکو یې ژوند بایللی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح د کابل پنځمې امنیتي حوزې امر، محمدزي کوچي وژلو کې د طالبانو ډله ګرمه بللې او او پر خپلې فسبوک پاڼې یې لیکلي"موږ یې نه هېرو او غچ به واخلو"
لومړۍ چاودنه؛ د پغمان ولایت اړوندې عبدالعلي کلا سیمه کې شوې، چې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
دوهمه چاودنه ـ سرچینې وايي چې پېښه د کابل دوهمې حوزې قوای مرکز سیمه کې شوې او پایله کې یې څلور تنه تپيان شوي دي.
د سرچینې په حواله دغه چاودنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر موتر شوې ده.
څلورمه چاودنه هم نن له غرمې وروسته د څلور نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار د فروشګاه په سیمه کې رامنځه شوه؛ پولیس وايي چې دغه پېښه مرګ ژوبله نه لري.