زابل ولایت کې امنیتي سرچینې د طالبانو برید پایله کې د شپږو افغان سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.
سرچینې زیاتوي چې یوه ډله طالبانو تېره شپه(دوشنبې د سلواغې په ۲۷مه نېټه) د زابل مرکز، کلات ښار کې د پولیسو پر پوستو برید کړی چې پایله کې دوه سرتېري ټپیان دي.
ویل کيږي چې طالبانو له بریده وروسته درې پولیس سرتېري له ځانه سره بېولي دي.
سرچینه وايي طالبانو له ځانه سره د افغان ځواکونو یو ټانک او یوه اندازه وسلې هم وړې دي.
د زابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.