Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار د ځايي چارواکو ترمنځ پر همغږۍ د حمدالله محب ټينګار

په کندهار کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره هم مهاله د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ .

ښاغلي محب وايي چې د کندهار په جګړه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په پار ډېر سوکه دي.

هغه وايي:«په امنیتي سکټور کې اړین بدلون راوړل شوی دی؛ هم په ۲۰۵ قول اردو کې، هم په ملي امنیت کې او همدارنګه کندهار ته نوی والي هم استول شوي دی چې ټول یې زحمت وباسي.»
 
د کندهار مرکزي ولسوالۍ له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې د جګړې په اور کې سووځي او هغه څه چې د دغه ولایت د والي، امنیه قومندان او د پوځ د قومندان په ګډون د دغه ولایت د چارواکو تر منځ نه همغږي بلل کېږي؛ په کندهار کې د دغو جګړو د زور اخیستو له لاملونو ګڼل کېږي او د دغه وضعیت په مدیریت کې پر مرکزي حکومت هم نیوکه کېږي.
                
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین وویل:«مرکزي حکومت باید کندهار ته پاملرنه وکړي، که چېرې وضعیت په همدې ډول مخته ولاړ شي، کندهار به سقوط وکړي.»  

کندهاریان په دې باور دی چې د کندهار د ځایي چارواکو ترمنځ نه همغږي په دغه ولایت کې د دولتي ځواکونو ترمنځ هم پر همغږۍ اغېز کړی دی.
  
د لوی کندهار د ځوانانو مسوول نوید احمد سیدي څرګنده کړه:«ملي امنیت، پولیس او اردو لکه څرنګه چې باید همغږي ولري، له بده مرغه همغږي نه لري.»

خو د ولسشمر د ملي امنیت سلاکار په کندهار ولایت کې د ځایي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو ډاډ ورکوي.
 
ارغنداب، ژیړۍ، ډنډ او پنجوایي ولسوالۍ چې د کندهار له امنو سیمو وې، په دې وروستیو کې تر ډېره د نا امنیو شاهدې دي . د شمېرو له مخې په کندهار کې د جګړو له امله  څه باندې اوه زره کورنیو خپل کورونه هم پرېښي دي.

د کندهار اوسېدونکي په دې باور دي چط د کندهار د ځايي چارواکو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ هم اغېزه ولري.

شریک یي کړئ