Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لغمان کې د جګړو له کبله د ۲۵۰۰ کورنیو بې ځایه کېدل

د لغمان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست وايي د دغه ولایت له ولسوالیو د جګړو له امله ۲ زره ۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.

د لغمان مرکز مهترلام ښار ته له الیشنګ ولسوالۍ څخه کډه شوې کورنۍ وايي د امنیتي ځواګونو او طالبانو ترمنځه سختو جګړو له امله د خپل کورونه پريښودو اړ شوي دي.

محمد رحیم د لغمان الشینګ ولسوالي مرکز څخه مهترم ښار ته د خپلې کورنۍ سره کډوال شوی دی. هغه وايي څلور میاشتې مخکې د جکړې پرمهال یي پر کور راکټ ولکید چې د مور په کډون یې د کورنۍ درې غړي ټپیان شول او د سر ساتلو لپاره یې خپل کور پرېښود.

محمد رحیم زیاتوي:«ورور او یو زوم مې ټپي شو، او موږ خپل ټپيان راولېږدول او حالات خراب شول، نو موږ هم خپلې کډې بار کړې، ځکه موږ فکر کاو چې شاید حالت خراب شي او موږ وېره کې و.»

الینګار ولسوالي څخه بې ځایه شوی کډوال، سید احمد زیاتوي:«زموږ کور جګړې ته مخامخ و او مرمۍ راغلې بسترې وسوځېدې او کړکۍ ماتې شوې، او ما هم د ماشومانو خوندي کولو لپاره راګډه شوم او شپږ میاشتې کیږي چې راوتلي یو.»

د لغمان د کډوال او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولان وايي د یو کال راهسې د جګړو له امله د دغه ولایت الشینګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو څخه دوه نیم زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

لغمان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست رییس، شاکر وايي:«زموږ درې ولسوالۍ چې الینکار، الیشنګ او دولت شاه دي، په کې جګړي کيږي او موږ کورني بې ځایه شوي لرو، او د تېر کال راهیسې کابو دوه نیم زره کورني بې ځایه شوي دي.»

د لغمان امنیه قومندان، منظور ستانګزی بیانوي:«لاره کې خود سره کسان داسې عمل ترسره کړي چې ولسونه په کې په عذاب شي او دوی غواړي چې د خلکو غږ پورته کړي. لاره کې ستونزې شته.»

لغمان پنځه ولسوالۍ لري، د قرغیو ولسوالۍ پرته نور ټولو ولسوالیو ته د امنیتي ځواګونو قطارونو پرته مامورین تګ او راتګ نشی کولی او بادبخت د لغمان هغه ولسوالۍ ده چې بر لارو یې طالبان واک لري، امنیتي ځواګونو ته یوازې د هوايي الوتکو په واسطه اکماالات کیږي.

محمد رحیم وايي څلور میاشتې مخکې د جکړې پرمهال یي پر کور راکټ ولکید چې د مور په کډون یې د کورنۍ درې غړي ټپیان شول او د سر ساتلو لپاره یې خپل کور پرېښود

شریک یي کړئ