Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

محمد امین فرهنګ د خپلې غیابي محاکمې بهیر په بیړه او سمبولیک ګڼي

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ د وزیرانو د ځانګړې محکمې لخوا خپله غیابي محاکمه په بیړه او ننداریزه او سمبولیکه پرېکړه ګڼي.

نوموړي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي، چې د درملنې په موخه آلمان کې و، خو حکومت يې په نشتون کې او په غیابي توګه محاکمه کړی دی.

د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ چې یوازې شپږ ورځې وړاندې د خپلې کاري دورې پرمهال د اختلاس، سرغړونې او له خپلو واکونو د ناوړه ګټې اخیستنې په تور محاکمه شو، وایي چې د نوموړي محاکمه سمبولیکه وه او حکومت د څارنوالۍ د څېړنو له پای ته رسېدو پرته په غیاب کې محاکمه کړی دی.

د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ وايي:«د کشمشو د صادراتو ټولنې په مسله کې د ټولو غړو او هغو کسانو چې په کې دخیل وو څېړنې او پلټنې دوام لري او ختمې شوې نه دي.»

محمد امین فرهنګ زیاتوي په داسې حال کې چې ناروغ دی او د درملنې لپاره په جرمني کې اوسېږي، خو حکومت له دې پرته چې د نوموړي ناروغي په پام کې ونیسي، د محکمې غونډه ورته جوړه کړه.
 
ښاغلی فرهنګ زیاتوي:«ماته موقع را نه کړل شوه چې راشم او له ځانه دفاع وکړم زه ناروغ یم ټول تصدیقونه مې ولېږل هغوی په بیړه او په یوې غونډه کې یې موضوع تثبیت کړه.»

د سوداګرۍ پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ تېره اوونۍ د وزیرانو د ځانګړې محکمې له لوري پر یو کال بند او د ۸۰۰ زره  ډالرو پر ورکړې محکوم شو.  

حقوق پوه آرش شهیرپور په دې هکله بیا داسې وايي:«که چېرې څېړنه ونه شي د قانون د ۸۰۲ مادې پر بنسټ په قضیې پورې ټول اړوند اجراات باطل دي او له ځانه هېڅ حقوقي اغېزه نه پرېږدي.» 

بل خوا د روڼتیا څار بنسټ وایي چې د اداري فساد د لویو دوسیو لرونکي باید په عادلانه توګه له سیاسي انګیزې پرته محاکمه شي.
 
د روڼتیا څاربنسټ څېړونکی ناصر تیموري څرګندوي:«لویې څارنوالۍ د وزیرانو د فساد د دوسیو په هکله غیره رڼه او غیر حساب ورکوونکی چلند کوي.»
 
محمد امین فرهنګ له وحیدالله شهراني وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابینې دویم وزیر دی چې په وروستیو میاشتو کې محاکمه او مجازات کېږي.

محمد امین فرهنګ له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي، چې د درملنې په موخه آلمان کې و، خو حکومت يې په نشتون کې او په غیابي توګه محاکمه کړی دی.

شریک یي کړئ