بدخشان کې د واورې ښوېدو د ۱۴ کسانو ژوند واخیست او ۵ نور یې ټپيان کړل.
د بدخشان سیمه ییز مسوولین وايي پېښه تېره ورځ(پنجشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) د راغستان زرنداب کلې کې شوې ده.
د بدخشان د والي ویاند، نیک محمدنظري څرګندوي چې سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.
د ښاغلي نظري په خبره اوس مهال هغه سیمه کې چې واوره ښویدلې ده، د ژغورنې هڅې روانې دي.
نوموړي د پېښې په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.