Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان پلاوی د عبدالله عبدالله په مشرۍ مسکو ناسته کې ګډون کوي

ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د مسکو ناسته د پنجشنبې په ورځ(د کب په ۱۸مه نېټه) ترسره شي.

د ملي مصالحې شورا په دغه ناسته کې د یادې شورا د مشر، عبدالله عبدالله ګډون تایید کړی دی.

د ملي مصالحې د عالي شورا تاییدوي چې د یادې شورا د رییس، عبدالله عبدالله په مشرۍ به سبا د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د مسکو ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ شي.

ویل کیږي چې دغه پلاوي کې به د پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د ولسي جرګې د مشر، میر رحمان رحماني او د مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون ۱۶ کسان شامل وي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغان سولې بهیر لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی به هم د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیل زاد په قطر کې د طالبانو له مشرانو تر لیدو یوه ورځ وروسته، دوشنبې کابل ته راغی او له افغان مشرانو سره یې ولیدل.

ولسمشر غني له غرمې وروسته له ښاغلي خلیل زاد سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولیدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي خلیل زاد د خپلو وروستیو سفرونو په هکله ښاغلي غني ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې بهیر او راتلوونکو ګامونو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي خلیل زاد همدارنګه د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

ښاغلی عبدالله وايي چې په دغې لیدنه کې د سولې بهیر، نویو نوښتونو، وروستیو سیاسي تحولاتو او راتلوونکو ګامونو په هکله خبرې اترې شوې دي.

ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ او د استانبول غونډه په اپرېل میاشت کې جوړېږي. دا دوه غونډې د افغان سولې او په افغانستان کې د راتلوونکي نظام د څرنګوالي په هکله به جوړه شي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د افغان سولې بهیر لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی به هم د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ