Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۳۹۹ کال د ولسي وګړو لپاره یو تر ټولو مرګونی هغه و

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې ۱۳۹۹ کال د ولسي وګړو لپاره یو تر ټولو مرګونی کال وو.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د څېړنو له مخې په ۱۳۹۹ کال کې د جګړې له امله ۲۹۰۰ تنه وژل شوي دي چې ۵۴۳ تنه یې ماشومان او ۳۲۳ تنه یې ښځې وې. په دغه کال کې ۵۴۹۲ تنه ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ وویل:«موږ له نړیوالې ټولنې له ملګرو ملتونو سازمان څخه تمه لرو هغه نفوذ ته له پاملرنې سره چې د جګړې په ښکېلو لوریو یې لري. له خپل نفوذه کار واخلي، تاوتریخوالی کم شي او اوربند وشي. هغه تاکتیکونه چې کارول شوي د سړک غاړې ماینونه دي، موټر بمونه دي دا تاکتیکونه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی او موخه ییزې وژنې دي.»
 
خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په تېر زیږدیز کال کې په افغانستان کې ۳۵۰۰ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه بنسټ د شمېرو له مخې ډيری دغه کسان په هدفي وژنو، چاودنو او بریدونو کې وژل شوي دي.

صدګل چې د باغیس ولایت اوسېدونکې ده وايي چې کابو درې میاشتې مخکې زوی یې په دغه ولایت کې په یوې پنځه ساعته نښته کې ووژل شو.
 
هغه وايي:«زما زوی شهید شو. ویل مو موږ دې خاورې او ایرې وخور خو زوی زوی دې ژوندی وي.»

دا بوډا پلار او مور وایي چې جګړې بې کوره کړي دي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د بادغیس اوسېدونکی نورالحق زیاتوي:«د دولت امنیت ته سترګې په لارې یوو، جګړې نه کور راپرېښونه او نه هم کور.»

ملګري ملتونه وایي چې له دې منځه طالبان د ملکیانو د ۴۶ سلنې، داعش اته سلنه او دولت پلوه ځواکونه هم ۲۴ سلنه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسوول دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې په تېر زیږدیز کال کې په افغانستان کې ۳۵۰۰ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه