Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له علي پوره د حکومت د غچ اخیستو د پرېکړې په وړاندې غبرګونونه

په میدان وردګ کې د یوې چورلکې د رانسکورېدو په غبرګون کې له قومندان علي پوره د حکومت د غچ اخیستنې ټينګار له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي وايي، په بهسود کې په شویو هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په وینا یې، د هر ډول پارونکې کړنې دوام به ناوړه پایلې ولري.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه:«د امنیتي ځواکونو وروستۍ کړنې او د خلکو د کورنو په منځ کې لښکر کشي، نه یوازې د حل لار نه ده بلکې ټولنیزو او سیاسي ستونزو او کړکېچونو ته به له هر څه ډېره لمن ووهي. د بې دفاع خلکو په کورونو برید، له دې پرته چې ناوړه پایلې ولري هېچا ته به بله هېڅ ګټه ونه لري.»

د ولسمشر سلاکار محمد محقق هم له حکومته غواړي چې، له زوره د ګټې اخیستنې په برخه کې بېړه ونه کړي:«له حکومته او اړوندو چارواکو څخه غواړم چې د ځواک په استعمال کې بیړه ونه کړي؛ په ځانګړې توګه د نوي کال او د خلکو د خوښۍ په ورځو کې. هڅه دې وکړي چې پېښه دې په سوله ییزه توګه حل کړي.»

ورته مهال د ولسي جرګې یو شمېر غړي د علي پور پر وړاندې د حکومت له پوځي اقدام سره مخالف دي او په بهسود ولسوالۍ کې د چورلکې د رانسکورېدو له پېښې وروسته د راپورته شویو اختلافونو پر سوله ییز حل ټینګار کوي.
 
د ولسي جرګې غړی علي اکبر جمشیدي وايي:«د پېښې لوري باید له دغې پېښې سره په تدبیر چلند وکړي او اجازه ورنه کړي چې دغه مسله د خلکو او حکومت ترمنځ په یوه ژور کړکېچ بدل شي.»

د ولسي جرګې غړې حمیده اکبري هم څرګندوي:«له طالب سره چې په سلګونه جنایت کوي، له سوله ییزې لارې مخته ځي خو هغه (علي پور) هم یو نامسووله وسله وال دی. ولاړ شئ او له هغه سره هم جوړ جاړی وکړئ.»

د چهارشنبې پر شپه د میدان وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه چورلکه وپرځېده. ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه چورلکه د علي پور د کسانو له خوا نسکوره شوې ده او د دوه پیلوټانو په ګډون د ملي پوځ نهه تنه ځانګړي ځواکونه په دغې پېښه کې وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت همدارنګه تېره شپه اعلان وکړ چې د علي پور پر کسانو د حکومت د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې د علي پور ۱۲ تنه وژل شوي او شپږ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رییس خان آغا رضايي وویل:«ادعا یې هم کړې چې چورلکه یې نسکوره کړې ده. باید د هزاره د قومي مشرانو منځګړیتوب رامنځته شي او علي پور تسلیم کړي.»

د ولسي جرګې بل غړی عارف رحماني هم څرګندوي:«که چېرې خلک او مُلکیان او د هغوی کورونه په نښه شي او موږ په بهسود کې د یوې بلې وژنې شاهد واوسو؛ دا شونې ده چې د هغې جرقې په توګه به وي چې ټولې مرکزي او د هزارستان سیمې به سره ونغاړي.» 

علي پور له ځینو رسنیو سره په خبرو کې په بهسودو کې د چورلکې د نسکورېدو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ولسمشر غني هم پرون د دې پېښې له قربانیانو سره په کتنه کې د پېښې له عاملانو د غچ پر اخیستو ټينګار وکړ.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د علي پور پر وړاندې د حکومت له پوځي اقدام سره مخالف دي او په بهسود ولسوالۍ کې د چورلکې د رانسکورېدو له پېښې وروسته د راپورته شویو اختلافونو پر سوله ییز حل ټینګار کوي.

شریک یي کړئ