Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د مُلکي مرګ ژوبلې په هکله د بشري حقونو کمېسیون غبرګون

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خوست ولایت کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د ادعا د جدي څېړنې غوښتونکی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي چې دغه بنسټ په خوست ولایت کې د دولت پلوه ځواکونو په عملیات کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د رپوټونو د څېړلو په هڅه کې دي.

مېرمن اکبر په دې هکله وویل:«د دولت او حکومت له لوري پلاوی ګومارل کېږي؛ خو د څېړنې پایله د خلکو په واک کې نه ورکول کېږي.»

د خوست د اوسېدونکو د ادعاوو له مخې دغه عملیات دوه شپې وړاندې د کمپاین په نامه د ځانګړو ځواکونو له لوري چې د سي آی اې یا د امریکا د مرکزي استخباراتو له خوا روزل شوي؛ ترسره شوي دي.

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي د دې ښکارندويي کوي څو تنه چې ویل کېږي ولسي وګړي دي او د هغوی په منځ کې ماشومان او ښځې هم دي، د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې په پوځي برید کې وژل شوي دي.
 
د خوست یوه اوسېدونکي وویل:«یوه ښځه او خاوند ټپيان دي او یو ماشوم او مور یې شهیدان شوي او همدارنګه یو بل ماشوم ټپي.» 

په داسې حال کې چې رسمي سرچینو تر اوسه په دغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو کره شمېر نه دي وړاندې کړی؛ خو د سیمې ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې دغلته د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
          
د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رییس هاشم الکوزی وايي:«په خوست ولایت کې چې مُلکي وګړي په شهادت رسېدلي دي. دا ډېره خواشینونکې پېښه ده.»
       
د مشرانو جرګې بل غړی جمعه الدین ګیانوال هم وویل:«ولس به د دولت په مقابل کې هم پاڅون ته، هم لاریونونو ته او هم داسې کارونو ته مجبور شي چې بیا کنټرول به یې د دولت په وس کې نه وي.»

خو هېڅ یوې امنیتي ادارې او ځایي چارواکو په دې تړاو معلومات نه دي وړاندې کړي.

اخوا بیا طالبان په یوه اعلامیه کې وایي چې دولتي ځواکونو د خوست د صبریو ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پرڅو کورونو او دکانونو له ځمکې او هوا عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ