یوه امنیتي سرچینه د کندهار ښار اوومې حوزې سیمه کې د پولیسو د یوه افسر له ترور کېدو خبر ورکوي.
دغه سرچینه وايي ناپېژانه وسله والو د باري اغا په نامه د پولیسو پر دغه افسر نن(پنجشنبې د وري په ۱۲مه نېټه) له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې برید کړی دی.
سرچینه زیاتوي پېښه د اوومې حوزې اړوند د پنجوايي دوراهي سیمه کې شوې او وژل شوی افسر د پنجوايي پولیسو پورې تړاو لري.
د کندهار امنیتي مسوولینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.