د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې د سرک غاړې ماین چاودنې د یوه ملکي کس ژوند واخیست او یو پولیس یې ټپي کړ.
پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې (شنبه د وري په ۱۴مه نېټه) د مزارشریف ښار ذبیح الله څلور لارې سیمه کې شوې.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي چاودنه په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې هم بلخ ولایت کې یوې چاودنې د یوه ماشوم په ګډون د دوو ملکيان ژوند واخیست او ۱۶ تنه یې ټپيان کړل.
د یادې پېښې په ټپيانو کې درې پولیس هم شامل و.
ښاغلی عادل د پېښې څرنګوالي په تړاو ویلي و چې چاودنه په یوې لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه له کبله رامنځته شوې ده.