Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کهمرد ولسوالۍ کې ښځې له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته نه شي تلای

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر نظارتي موندنې ښيي چې ددې ولسوالۍ ځایي ادارې په یوې اعلامیه کې لیکلي دي چې په کهمرد ولسوالۍ کې ښځې له شرعي محرم پرته د دې ولسوالۍ دولتي او خصوصي روغتونونو ته نه شي تللی او له روغتیايي خدمتونو ګټه نه شي اخیستلی.

دغه کمېسیون وايي چې د کهمرد ولسوالۍ د ځایي چارواکو دا کار د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي او حکومت باید د هېوادوالو د حقونو په هکله د ځايي چارواکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رسنیو د برخې مسوول ذبیح الله فرهنګ وايي:«دا په څرګنده د هېوادونو د بشري حقونو نقض شمېرل کېږي او زموږ تمه دا ده چې د خلکو په ځانګړې توګه د حکومتي او ځايي ادارو د چارواکو د پوهاوي کچې له لوړاوي مخکې، د داشان پرېکړو مخنیوی دې وکړي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې که څه هم د بامیان والي د کهمرد ولسوالۍ د ځایي ادارې د دې پرېکړې مخه نیولې ده،خو دا ډول پرېکړې د وګړو له حقونو نه د ځایي مسوولینو د بې خبرۍ ښودنه کوي.

د بامیان د والي ویاند عبدالطیف عظیمي زیاتوي:«هغه اعلامیه چې د کهمرد ولسوالۍ له خوا، له محرم پرته روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي د محدودیت په هکله صادره شوې ده. د قانون او اصولو په خلاف ده او تعقیبېږي.»

تر دې وړاندې د هرات ځایي چارواکو په دغه ولایت کې د وجیهې رستګار او فرید رستګار د کنسرټ مخه نیولې وه.

دغه ډول چال چلند د حفیظې په څېر هغه ښځې اندېښمنې کړي دي چې په ډېرو ستونزو سره په اوسني وضعیت کې خپلو هیلو ته د رسېدو هڅې کوي.

لوبغاړې حفیظه بهمني وايي:«زما اندېښنه دا ده چې زه به سبا وکړای شم چې کلپ ته ولاړه شم او نورو مېرمنو ته تمرین ورکړم ایا زه په خپله کولای شم چې تمرین وکړم؟»

په داسې وضعیت کې چې له طالبانو سره د سولې هڅې ترپخوا جدي شوي، د ښځو پر ژوندانه د نورو محدودیتونو د لګول کېدو او د سولې بهیر کې د هغوی د پيکه ونډې په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي څرګندوي:«د سولې بهیر بریا او پایېدل او هغه پایله چې له هغې ترلاسه کېږي سره اړیکه لري. په دې لړ کې د ټولنې د نروو ډلو سربېره د ښځو ونډه او ځای ځایګی څه ډول په پام کې نیول کېږي.»

د حکومتي مسوولانو دغه راز چال چلند بې مخینې نه دی، د کابل د پوهنې ریاست څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ولیکل چې له دولسو کلونو د پورته عمر زده کوونکې نجونې حق نه لري چې په هغو مراسمو کې ترانه ووایي چې نارینه په کې ګډون ولري. خو د خلکو له پرله پسې نیوکو وروسته له خپلې دغې پرېکړې بېرته په شا شو.

شریک یي کړئ