Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپټمبر میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله غبرګونونه

د روان کال تر سپټمبر میاشتې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره هم مهاله، د امریکا ځينو سناټورانو ویلي دي له شرطونو پرته د دغو ځواکونو وتل کولای شي چې په دغه هېواد کې وضعیت خراب کړي.

د امریکا په سنا جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مکانل وايي چې بهرني ترهګر به امریکا یوازې پرې نه ږدي. ځکه د هغه په وینا امریکايي سیاستوال هغوی سره له جګړې ستومانه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر بایډن باید د امریکا خلکو ته توضیح ورکړي چې څه ډول د واشنګټن د شریکانو له څنډې کولو او د طالبانو په وړاندې شاتګ د امریکا د امن کېدو لامل کېږي؟

.ورته مهال د امریکا استخباراتي بنسټونو په یوې رپوټ کې ګواښ کړی چې له شرط اېښودلو پرته، د امریکايي ځواکونو وتل به افغانستان له نویو ننګونو او ستونزو سره ښکېل کړي

دا رپوټ چې د امریکا کانګرس ته استول شوی، د دې ښودونه کوي چې په راتلوونکي کال کې به افغانستان کې د سولې لیدلوری کم رنګه وي.

رپوټ همدارنګه کاږي چې افغان حکومت د جګړې په ډګر کې د ماتې شاهد دی او طالبان ډاډه دي چې کولای شي له پوځي لارې بریالي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپينې ماڼۍ ویاند د ولسمشر جوبایډن له قوله ویلي دي چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه لري.

جین ساکي زیاته کړه چې له همدې امله، امریکا د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو چې تمه کېږي بل پړاو یې په ترکیه کې ترسره شي، ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر بایډن په دې باور دی چې امریکا په افغانستان کې د جګړې له پیل ۲۰ کاله وروسته، باید خپلې سرچینې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې چې نن له هغوی سره مخامخ دي، متمرکزې کړي.

د ترکیې جمهوریت، قطر او د ملګرو ملتونو سازمان چې په ګډه د استانبول غونډې کوربتوب کوي په یوې اعلامیه کې وايي چې دغه غونډه به د اپرېل په ۲۴ مه نېټه پيل او د مې تر څلورمې نېټې یعنې د لسو ورځو لپاره به دوام وکړي.

بلخوا بیا طالبانو ویلي دي تر هغې چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه ونه وځي، په هېڅ یوې غونډه کې چې په هغه کې د افغانستان په هکله پرېکړه وشي، ګډون ونه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه ډله خپل کارونه د اسلام دین د لارښوونو پربنسټ ترسره کوي او د ترکیې غونډې په هکله خپله وروستۍ پرېکړه به له سلامشورې وروسته، اعلان کړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړو وتلو اعلان، په ولسي جرګه کې هم د ځینو استازو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وايي:«له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان د خلکو پخوانۍ غوښتنه ده؛ خو د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، د دغو ځواکونو د وتلو شرایط تراوسه برابر شوي نه دي.»

هغه زیاته کړه:«په اوسنیو شرایطو کې د بهرنیو ځواکونو وتل کولای شي د وضعیت د خرابېدو او د کورنۍ جګړې لامل شي.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشر جوبایډن د افغانستان په وخت نن شپه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په هکله د امریکا متحده ایالاتو رسمي دریځ اعلان کړي. 

د امریکا استخباراتي بنسټونو په یوې رپوټ کې ګواښ کړی چې له شرط اېښودلو پرته، د امریکايي ځواکونو وتل به افغانستان له نویو ننګونو او ستونزو سره ښکېل کړي.

شریک یي کړئ