جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي د ناپېژانده کسانو لهخوا په ډزو وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، دغه پېښه تېره شپه نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه کسان د جلال اباد ښار د نهمې حوزې په یوه جومات کې پر لمانځه ولاړ وو او ناپېژانده کسانو پرې ډزې کړې دي.
هغه زیاتوي: " په دغې پېښه کې حاجي عبدالوهاب، پنځه زامن یې او درې ورېرونه یې وژل شوي دي او لومړني معلومات ښیي، چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې ده."
هغه ټینګار کړی، چې په دې تړاو څېړنې پیل شوې دي.
بلخوا تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي. خو یوه سرچینه بیا وایي، دغه پېښه د شخصي دښمنۍ په پایله کې د ځمکې پر مسلې رامنځته شوې ده.