Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار ته د ولسمشر سفر؛ د ښوونکو د کمښت ستونزه به حل شي

ولسمشر غني کندهار ته په خپل سفر کې، د دغه ولایت اوسېدونکو ته ژمنه وکړه چې د کندهار په ښوونځیو کې د څلور زره ښوونکو د کمښت، د دهلي بند جوړول او د دغه ولایت د وروستیو جګړو د بې ځایه شویو ستونزې به حل کړي.

کندهار ولایت په وروستیو پنځو میاشتو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و. په دغه ولایت کې ډېری زېربناوې ویجاړې شوې او په سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

ولسمشر غني د وروسیتو جګړو بې ځایه شویو ته د مرستې رسونې ژمنه وکړه:«په هرې ولسوالۍ کې چې وئ، ستاسو ټولو ستونزو ته به رسېدنه وشي.» 

هغه همدارنګه زیاته کړه:«د معلمۍ بستونه چې اعلان شوي، د پوهنې وزارت ضرب العجل ټاکي چې د دغو بستونو ډکول له څلورو میاشتو څخه ډېر وخت ونه نیسي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح چې په دغه سفر کې یې د ولسمشر ملتیا کوله، په کندهار کې د طالبانو بریدونو ته په نغوتې سره وویل چې دغه ډله هېڅکله د زور لارې واک ته نه شي رسېدلی.

ولسمشر غني د دغه سفر په لړ کې یو خصوصي روغتون چې ۲۰۰ بستره لري هم افتتاح کړ.

په تېرو شپږو میاشتو کې ولسمشر دوه ځلي کندهار ته سفر کړی دی. په داسې حال کې چې ولسمشر د کندهار ولایت په مقام کې له خلکو سره پر لیدو بوخت و، د کندهار پولیسو د دغه ولایت له ودانۍ بهر د یوې چاودنې خبر ورکړ.

د پولیسو په وینا، یو ماشوم چې غوښتل یې د طالبانو په امر یو بم ولېږدوي خو موخې ته تر رسېدو مخکې چاودنه وکړه چې په پایله کې دغه ماشوم خپلې پښې له لاسه ورکړې.

رییس‌جمهور در جریان این سفرش یک شفاخانه خصوصی را که دوصد بستر دارد نیز افتتاح کرد.

شریک یي کړئ