د نفتي موادو او د کازو د تصدۍ عمومي ریاست پخوانی رییس ولید تمیم له خپلې دندې د ناوړه استفادې له امله په درې کاله بند محکوم شو.
سترې محمکې په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې لومړنۍ محکمې د یکشنبې په ورځ (د غوايي په ۵مه) د ښاغلي تیمیم د دوسیې په هکله چې د اړونده څارنوالۍ له خوا له دندې پر ناوړه استفادې تورن کړل شوی و، محاکمه جوړه شوه.
د سترې محکمې په وینا، په دغې ناسته کې لومړنۍ محکمې تمیم یې په درې کاله تنفیذي بند او همدارنګه د کابو ۶۰۰ زره ډالرو پر وکړې محکوم پر مجازاتو کړ.
دغه محاکمه د ولید تمیم په غیاب کې جوړه شوې وه.