ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان معارف د ترهګرو بریدونو تر جدي ګواښ لاندې دی او اوس د هېواد دغه دښمنان زده کوونکي ترور کوي او بېخ بنسټونه له منځه وړي.
ښاغلي غني د پوهنې یا معارف اوونۍ په لمانځغونډه کې وویل چې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې به ۵۹ ښوونځي جوړ شي.
ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«نن زموږ معارف تر یوه وحشیانه برید لاندې دی، نن زموږ محصل چې باید په ډاډ د خپلې راتلوونکې لپاره پلان جوړونه وکړي، ترور کېږي.»
بل خوا د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې ښوونیز خدمتونه هغه ډول نه دي لکه څنګه چې یې خلک غواړي:«ښوونځي د خپلو وړتیاوو درې برابره نجونو او هم هلکانو ته درس ورکوي، الله دې دا وضعیت له موږ څخه نه اخلي، ان شاالله چې نه یې اخلي.»
بل خوا د پوهنې وزارت سرپرسته وایي چې دغه وزارت په تر ټولو کمو امکاناتو سره د زده کړو زمینه برابره کړې ده او د دولت ښوونیز پروګرامونه به د هېواد نا امنو سیمو ته هم ورسول شي.
د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي وايي:«معارف د افغانستان د ملا تیر دی او ډاډ ورکوم که چېرې موږ بریالي شوو معارف جوړ کړو، موږ به په افغانستان کې د سلو کلونو لپاره یوه روښانه راتلوونکې ولرو.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د ځينو دولتي ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو د درسي کتابونو، پوره ښوونکو او ټولګیو د نشتوالي له امله په اعتراض لاس پورې کړی وو او یو شمېر ښوونځي یې د اعتراض په دود تړلې وو.
په دې اړه مو اندونه