د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده نن (یکشنبې د غوايي په ۱۹مه) د اختر په پیغام کې، له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته، پر یوه «افغان شموله اسلامي نظام» ټيڼګار کوي.
ملا هبت الله په دغه اختریز پیغام کې، د جمهوریت له لوری غواړي چې د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول هڅه ونه کړي. د هغه په وینا طالبان او مقابل لوری پر اسلامي احکامو سره راغونډ او له اختلافونو او هر ډول تعصب څخه ډډه وکړي.
په پیغام کې همدارنګه راغلی دي چې «د اسلامي امارت غېږه د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې ده. هغه له د طالبانو له مقابل لوري غواړي چې له طالبانو سره ملتیا وکړي ځکه چې له زور ویلو، عقدې او دښمنۍ څه نه جوړېږي.»
د طالبانو مشر وايي چې امریکایان تراوسه په ځلونو له لاسلیک شوې هوکړې سرغړونه کړې ده، د طالبانو بندیان په بشپړه توګه ازاد شوي نه دي او د دغې ډلې د مشرانو نومونه له تور نوملړ څخه لېرې کړل شوي نه دي.
ملاهبت الله په دغه پیغام کې ګواښ کوي که چېرې امریکا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړی، د هر ډول بدو پایلو مسوولیت به د واشنګټن پر غاړه وي.