Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل لوېدیځ کې د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د قبرونو زیاتوالی

د کابل په لوېديځ کې په ډله ییزه توګه د ترهګریزو پېښو د قربانیانو خاورو ته سپارلو، د دغې برخې هدیرې هم پراخې کړې دي.

د کابل د لوېديځې برخې اوسېدونکي وايي له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ترهګريزو پېښو قربانیان، چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي د دغې سېمې غونډیو کې په ډله ییزه توګه خاورو ته سپارل شوي دي.

قبر کېندونکی حسن وايي:«ټول یې دلته راوړل لږ پاتې ده چې غرونه ډک شي، د چاودنو او ځانمرګو بریدونو ټول دلته خاورو ته سپارل شوي دي.»

د امام زمان پر جومات، پر موعود ښوونیز مرکز، د دشت برچي پر سل بستریز روغتون، د کوثر دانش پر ښوونیز مرکز او د سیدالشهدا پر ښوونځي د بریدونو قربانیان دلته خاورو ته سپارل شوي دي.

د کابل اوسېدونکی عباس عدالت وویل:«د حکومت مسوولیت دی د امنیت او استخباراتو مسوولیت دی د امنیت ټينګښت د زده کوونکي او د سړک غاړې ته د کارګرانو کار نه دی حکومت بې پامي کوي.»

پر سیدالشهدا ښوونځي د قربانیانو کورنۍ بیا هم هیله مند دي چې، یوه ورځ دغه ډول ډله ییزو وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د یوې وژل شوې زده کوونکې پلار علي رضا وايي:«یوه لور مې شهیده شوه بله لور مې ټپي ده نور نو بس ده له جګړې ستومانه شوي یوو ولې سوله نه راځي؟»

د وژل شوې زده کوونکې حدیثې خور آمنه هم څرګندوي:«د کورس تللو پیسې یې نه لرلې په تمه وه چې غالۍ بشپړه کړي چې کورس ته ولاړه شي خو شهیده شوه.»

یوازې په تېرو درې ورځو کې د سیدالشهدا پر ښوونځي د برید څه باندې ۷۰ وژل شوي کسان د دغو غرونو په څنډو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

خلک په هېواد کې د سولې ټينګښت په تمه دي او همداراز زیاتوي چې، نور د خپل خپلوانو د له لاسه ورکولو زغم نه لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه