کابل، کندهار او هلمند په هغو ۱۶ ولایتونو کې دي، چې د کورونا د لا خپرېدو مخنیوي لپاره پهکې، پوهنتونونه او ښوونځي دوه اوونۍ رخصت شول.
د افغانستان عامې روعتیا وزارت، نن شنبه، د غبرګولي په ۸ مه نېټه، اعلان وکړ، چې د کورونا له کبله به، سر له نننه، د دوو اوونیو لپاره، د کابل په ګډون ۱۶ ولایتونو کې، پوهنتونونه، ښوونځي او نور دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه رخصت وي.
د روغتیا وزارت په وینا، د تعلیمي مرکزونو د ۱۵ ورځو دا بندیز په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، میدان وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز ولایتونو کې دی.
د روغتیا وزارت د خبرتیا پر بنسټ، پرون جمعه د غبرګولي پر ۷ مه نېټه، د کورونا وبا ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې دا د کورونا د لومړۍ څپې د مودې په پرتله، تر ټولو زیاتې پېښې دي. وزارت وایي، تېر کال د کورونا لومړۍ څپه کې، په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو زیات شمېر ۹۱۵ وو.
روغتیا وزارت خلکو ته لارښوونه کړې، چې ټولنیز واټن دې په پام کې ونیسي، ماسکونه دې وتړۍ او نورې ټولې روغتیایي لارښوونې ته عملي کړې، چې د کورونا د لا خپرېدو مخنیوی وشي.
عامې روغتیا وزارت پرون جمعه وویل، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ټول هېواد کې د کورونا لهکبله ۱۸ کسان مړه شوي او ۱۵۷ روغ شوي. هېواد کې د کورونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۰،۱۷۰ ته رسېدلی، چې د مړینې ټول شمېر ۲،۸۹۹ دی. له کورونا د ټولو روغشویو کسانو شمېر ۵۷،۱۱۹ تنه دی.
په ټوله کې روغتیا وزارت په دولتي روغتیایي مرکزونو کې، د ۴۶۲،۸۶۰ کسانو د کورونا معاینې کړې دي او اوس ۱۰،۰۸۹ کسان کورونا دي.