Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله هلمند کې د جګړې زور اخیستل

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره جوخت د هېواد په سوېلي ولایت هلمند کې جګړې زور اخیستی دی.

د مۍ میاشتي له لومړی نېټې تر دې مهاله طالبانو پر هلمند او په ځانګړې توګه لښکرګاه ښار شاخواخوا ۷۰۰ بریدونه کړي دي.

که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزارد ویلي و، طالبانو ورسره ژمنه کړې ده. چې پر لویو ښارونو به بریدونو نه کوي. خو پر لښکرګاه ښار د طالبانو په وروستي برید کې د ښار لسمه امنیتي حوزه سقوط شوه، او د ښار له څنډو څخه ۴۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.

افغان پوځیان وايي د طالبانو په دغه برید کې يې سلګونه طالبان وژلي دي، او د ښار په څنډو کې سقوط شوې سیمې یې بېرته نیولې دي.

پولیس سرتېری عباد الله وايي:«دغه هغې خوا (له دېوال هغې خوا ته اشاره کوي) د دښمن ده، له دې هغې خوا دېوالونه دي تر دېوالو هغې خوا دوی کله ناکله راځي.»

د سرحدي لوا قومندان هدایت رسولي څرګندوي:«له ښار څخه مو دښمن لېرې کړی دی او دوامداره ور پسې روان یوو چې نور یې هم له ښار څخه لېرې وشړو.»

په هلمند کې ۴۵۰۰ کورنۍ د وروستیو جګړو له امله دلته د لښکرګاه ښار یوې نسبتاً ارامې سیمې ته را کډه شوې دي.

دغه کورنۍ چي درې اووني وړاندي د دغه ښار د بولان له سیمي راکډه شوي دي، د اوسېدو د ځای ستونزه نه بلکي د بې وزلۍ او نا معلوم راتلوونکي سره لاس او ګرېوان دي.

د جګړې بې ځایه شوې کوجانه وايي:«له خپلو کورونه څخه یوازې د ځان له جامو سره راوتلي یوو، جنګونه دي هېڅ مو هم له ځان سره نه دي راوړي، په کور کې نه اوړه لرو او نه هم ډوډۍ.»

د هلمند په وروستیو درېیو اوونیو جګړه کې د القاعده جنګیالیو شتون، هغه مسله ده چې د امنیتي ځواکونو په باور جګړه يې پېچلې کړې ده، خو طالبان دغه ادعا ردوي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان سید سمیع سادات په دې هکله وايي:«دوی زموږ په لومړنیو کرښو کې زموږ له ځواکونو سره د القاعدې جنګیالي مخامخ شوي دي چې کابو ۳۰ تنه په نامه او حساب د هلمند د تېرو درې اوونیو په جګړه کې وژل شوي دي.»

پر لښکرګاه ښار د طالبانو ډله ییز بریدونه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته پیل شول.

په هلمند کې ۴۵۰۰ کورنۍ د وروستیو جګړو له امله بې ځاله او د لښکرګاه ښار یوې نسبتاً ارامې سیمې ته را کډه شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه