طلوعنیوز ته یوه امنیتي سرچینه وایي، د طالبانو په برید کې د بغلان د بورکې او جلګې ولسوالیو د امنیه قوماندانانو په ګډون ۸ تنه سرتېري وژل شوي.
د سرچینې په وینا، طالبانو تېره شپه ناوخته پر جلګې ولسوالۍ برید کړی او تر نن سهاره نښته روانه وه.
د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې، د جلګې ولسوالۍ امنیه قوماندان ګلبدین او د بورکې ولسوالۍ امنیه قوماندان لطفالحق هم وژل شوي.
سرچینه وایي، په نښتو کې یو هاموې ټانک اور هم اخېستی دی او که چېرې جلګې ولسوالۍ ته مرستندوی ځواکونه و نهرسېږي، کېدای شي طالبان پر دغې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړي.
د امنیتي بنسټونو د پرون جمعې ورځې معلوماتو پر بنسټ، نه یوازې بغلان بلکې د هېواد په لږ تر لږه لسو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه