د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمیخلیلزاد او ورسره مل پلاوی به یې، په کابل کې د حکومت له مشرانو، سیاستوالو او د مېرمنو له ټولنو سره وګوري او پر سوله به د دوی نظرونه واوري.
خلیلزاد سره، د امریکا د ملي امنیت شورا او دفاع وزارت استازي هم مله دي.
خلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې وړمه ورځ له امریکا؛ کابل، دوحې او سیمې ته په سفر راوتلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «دا پلاوی به ټینګار وکړي، چې امریکا د افغانستان له پرمختګ او د جګړې ختمولو لپاره له سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي. په دوحه کې به سفیر خلیلزاد دواړه غاړې وهڅوي، چې یوه داسې سیاسي جوړجاړي کې پرمختګ وکړي، چې د تېرو دوو لسیزو لاستهراوړنې پهکې خوندي وي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې خلیلزاد به د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره هم پر افغان سوله خبرې وکړي.
همداراز، پر سیمهییزه سوداګرۍ او پرمختګ به هم د سیمې له چارواکو سره خبرې وکړي، چې کېدای شي افغانستان کې د سولې ټينګېدو کې مرسته وکړي.
زلمیخلیلزاد او ورسره مل پلاوی یې دا ځل، داسې مهال کابل، دوحې او سیمې ته په سفر دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په اپریل میاشت کې اعلان وکړ، چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱ مې به خپل ټول نظامیان له افغانستانه وباسي. د جوبایډن دې پرېکړې نه وروسته، له سیاسي اړخه د افغانستان راتلونکې په هکله اندېښنې هم راولاړې شوې دي.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکو اوس اوس ویلي، افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو د ټول شمېر له څلورو برخو یوه یې وتلې ده. امریکایي پوځیانو خپلې ځینې اډې افغان پوځیانو ته سپارلې دي، چې څو ورځې وړاندې یې په کې کابل کې د "نیوکابل کمپ" هم افغان ځواکونو ته وسپاره.
له دې ټولو سره افغانستان کې لا هم جګړې زور اخېستی دی. که څه هم د تېر کوچني اختر درې ورځې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وو، خو تر اوربند وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړې زور واخېست.
بلخوا په دوحه کې د دوو افغان لوریو ترمنځ مذاکراتو کې تراوسه څه پرمختګ نهشته. د "افغانستان اسلامي جمهوریت" د مرکچي پلاوي اکثره غړي تېره اوونۍ بېرته دوحې ته ستانه شوي، چې له طالبانو سره په ټپه ولاړې خبرې بېرته پیل کړي.