ځينې پخواني امنیتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو د بې سارې پراختیا او په پرله پسې توګه د ولسوالیو د مرکزونو د پرځېدو لامل د جګړې کمزوری مدیریت ګڼي.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک وایي، د سیاسي اړیکو له مخې د جګړې د مدیرانو ګومارل او لېرې کول د سرتېرو پر روحیې منفي اغېزه وکړي او جګړه په سمه توګه مدیریت کړي.
په دغه راز وضعیت کې د افغانستان د جګړې ناسم مدیریت، د دفاع وزیر نشتوالی، د سرپرست له لوري د کورنیو چارو وزارت اداره کېدل، بهر ته د ملي دفاع د وزیر بېرته تلل، د ملي امنیت د عمومي ریاست په معاونیت کې پرله پسې بدلونونه او د جګړې په مشرۍ کې ناغېړۍ له لویو نیوکو دي.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک وویل:«یو له اصلي لاملونو چې موږ دغه وضعیت ته رسېدلي یوو، له وخت مخکې د پلان جوړونې نشتون چې باید د دا ډول وضعیت د مدیریت اټکل مو کړی وای.»
کمانډو ځواکونه او د پولیسو ځانګړي ځواکونه د هېواد په ځینو برخو کې د طالبانو د بریدونو پر کابو کولو بوخت دي. خو د افغانستان د جګړې د مدیرانو له لوري د دغو ځواکونو په مدیریت کې پر نیمګړتیاوو هم نیوکې کېږي.
پخوانی پوځي ظاهرعظیمي څرګندوي:«څو پرېکړه کوونکي مرکزونه شتون لري، د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان، د امنیت شورا له مشوره ورکوونکي حالته اجرايي حالت ته بدله شوې، د شپږنیمو جلسه، دفاع وزارت په خپل منځ کې اختلاف لري او کورنیو چارو وزارت کې هم یو غیر مسلکي کس حضور لري.»
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«امنیتي ځواکونه د پوځي ځواک او د جکړې د مدیریت له پلوه د هېڅ ترهګرې ډلې په وړاندې زیانمنونکې نه ده.»
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو غړی په دې باور دی چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ادارو سیاسي کول او د جګړې د مدیرانو د ګومارنو څرنګوالی د جګړې په مدیریت کې د ناتوانۍ یو بل لامل دی.
د ولسي جرګې د کورني امنیت غړی محمد نسیم مدبر هم زیاتوي:«په وزارتونو کې ګومارنې په بشپړه توګه د امنیت شورا په واک کې دي او دا ناکاريي یې په افغانستان کې د اوسني وضعیت لامل شوی دی.»
د کورنیو چارو پخوانی وزیر ویس احمد برمک څرګندوي:«د امنیت شورا کې زموږ همکاران او د دولت مشرتابه کچه باید ملت ته ځواب ویوونکي وي چې ولې د ملي امنیت عمومي ریاست په مشرتابه کې د دوو یا درې اوونیو په لړ کې څو تنه تعییر او تبدیل شوي دي.»
خو د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي، د جګړې مدیریت کمزوری نه بلکې غښتلی شوی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر ویاند رحمت الله اندړ وايي:«د جګړې مدیریت د بل هر وخت پر تله ښه شوی او د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي هم زیاته شوې ده.»
له افغانستانه له قید او شرط پرته د امریکایي ځواکونو د وتلو په اعلان سره جګړې زیاتې شوې دي. د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون اطلاعات ښيي چې همدا اوس د هېواد په ۳۰۰ سیمو کې د جګړې اور بل دی.
په دې اړه مو اندونه