Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خاشرود ولسوالۍ کې د جګړې ناخوالې او ویجاړۍ

د نیمروز پر خاشرود ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د دغې ولسوالۍ بازار پر کنډواله بدل شوی دی. په دغه بازار کې د هستوګنې ډېری کورونه او هټۍ د توغندیو په لګېدو سره ویجاړ شوي دي.

د خاشرود ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، کورونو ته یې اور ورته شوی او خپله ټوله هستي یې له لاسه ورکړې ده.

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي، پر خاشرود ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د دغې ولسوالۍ بازار ته په میلیونونه افغانۍ تاوان اوښتی دی.

د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی ګل احمد وايي:«د هټۍ له لارې مې خپلو بچیانو ته نفقه برابروله؛ خو اوس مې هټۍ سوځېدلې ده.»

د خاشرود د جګړې په اور کې یو جلد قرآنکریم هم سوځېدلی دی.

د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالستار وویل:«موږ تباه و برباد او خاورې پر سر یوو. له دولته غواړو چې موږ بیړنۍ مرستې را ورسوي. لومړی له خدای بیا له دولت او طالبانو مرسته غواړو.»

ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د جګړې زور اخیستل مني. او وايي چې د خاشرود بازار ته په سلګونه مېلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی او د دغې ولسوالۍ د بیارغونې کار ستونزمن دی.

د نیمروز والي زمریالی احدي څرګندوي:«د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخیستل شوی دی. دوی اړ شوي چې خپل کورونه تش کړي.»

هغه پوځيان چې څو ورځې یې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې خپل ټټرونه سپر کړي دي، له دې ولسوالۍ نه د دفاع ډاډ ورکوي.

په نیمروز کې د ځانګړو پولیسو د قطعې مرستیال ذبیح الله وویل:«له تورو مخونو سره یې د کورونو په لور یې تېښته وکړه او نه توانېدل چې زموږ په وړاندې جګړه وکړي.»

په نیمروز کې د سرحدي ځواکونو د پنځم کنډک د لومړي ټولي قومندان محمد انور وايي:«هېڅکله غلام دښمن نه شي کولای چې زموږ د افغانستان خاورې ته راشي او زیان ورسوي.»

د خاشرود له جګړې پاتې کنډوالې د هغو آبادیو دي چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د لسګونه کلونو زیار په پایله کې جوړې شوې وې. د نړیوالو مرستو له کمېدو په هېواد کې د اقتصادي ستونزو په زیاتېدو سره ظاهراً د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکي اړ دي چې په همدغو کنډوالو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د خاشرود په مرکز کې ډيری هټۍ او د ولسي خلکو کورونه سوځيدلي دي او یاهم د درنو وسلو د مرمیو د لګېدو په پایله کې زیانمن شوي دي.

شریک یي کړئ