د تخار ولایت ځینو قومي مشرانو نن (یکشنبه د غبرګولي په ۳۰ مه) کابل کې یوه غونډه کې وویل، چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ لپاره یې یوه ولسي ډله تخار ته استولې ده.
دوی وایي، طالبان چې جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، نو دې سره ولسي ملاتړ نهشي خپلولی.
د تخار ولایت یوه قومي مشر محبالله نوري ویلي:«که هغه ولسوالۍ چې له لاسه وتلې دي، د تسلیمۍ، تېښتې او بېرته نیولو په مانا هم وي. د تخار خلک... د تخار ټول خلک راټول شوي، چې په هر قیمت چې وي، د تخار او د مقاومت د دې خاورې ساتنه وکړي.»
ولسي جرګه کې د تخار د خلکو یوه استازي شرفالدین عیني ویلي:«لازمه همغږي شوې، هم سیمه کې له خلکو او مشرانو سره او سیمهییزو قوماندانانو سره، دلته وکیلانو سره هم. د وکیلانو یوه ډله تخار ته روانه شوې. د دې لپاره تللي، چې ولس له امنیتي ځواکونو سره یوځای کړي.»
د تخار د اوسېدونکو په وینا، طالبان تاوتریخوالي او زور سره نهشي کولی پر خلکو خپل واک وچلوي.
د هېواد شمال ختیځ کې پروت تخار یو له هغو ولایتونو دی، چې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغلته ځینې ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.