Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه ټول جرمن سرتېري ووتل

له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په هکله، د امریکا د ولسمشر جوبایډن له اعلان وروسته، ناټو هم په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې خپل پاتې ۷،۰۰۰ سرتېري به له افغانستانه باسي.

د جرمني د دفاع وزیره انا گرېت کرمپ کرنباور وایي، پرون د سه‌شنبې پر ورځ، له خپل ۲۰ کلن حضور وروسته ټول جرمني ځواکونه له افغانستانه ووتل.

جرمنۍ دفاع وزیرې پر ټویټر لیکلي، چې د سه‌شنبې په ماښام پاتو جرمن سرتېرو هم افغانستان پرېښود.

اغلې کرنباور ویلي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر پرونه افغانستان کې د ۱۵ زره جرمن سرتېرو خدمت ته مننه وايي او په وینا یې "هغوی به په خپل ماموریت وویاړي."

د اسوشټیډپریس د راپور پر بنسټ، د جرمني پوځ ویلي، چې سرتېري یې د ګورجیا، تبلیسي او بریګي له لارې خپلو کورو ته روان شوي.

ناټو د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان کې پاتې ۷،۰۰۰ سرتېري به یې باسي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ جرمنۍ دفاع وزیرې ویلي:«زموږ ځواکونو تېر ماښام افغانستان له نږدې ۲۰ کلن حضور وروسته پرېښود او خپلو کورونو ته پر لاره دي.»

اوس اوس جرمني په افغانستان کې یوازې ۱۱ سوه سرتېري لرل.

د رویټرز رپوټ کې راغلي، چې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته جرمني په افغانستان کې تر ټولو مرګونی پوځي ماموریت بشپړ کړ، چې ټوله جګړه کې یې ۵۹ سرتېري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ