د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کُربي پرون (سهشنبه د چنګاښ په ۸ مه) واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د طالبانو بریدونو، د افغانستان د کشالې سولهییز حل لپاره د د دغې ډلې رښیتنولي له پوښتنې سره مخامخ کړې ده.
کُربي وویل:«تاوتریخوالی تر حد زیات لوړ دی. موږ ټول د افغانستان پر هر وضعیت خبر یوو. هغه څه چې موږ یې غواړو دادي، چې وګورو طالبان د سولې بهیر ته په سولهییزه لار راستانه شي. هغسې چې افغانستان کې پېښې وینو، په ډېره ښکاره توګه یې، د سولې بهیر کې د طالبانو قانوني ګډون او د باور وړ هڅې له پوښتنې سره مخامخ کړې دي.»
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به، د امریکایي ډېپلوماټانو د امنیت ټينګښت او د افغان دولتي ځواکونو نه ملاتړ لپاره، پنټاګون دوه نوي ماموریته ولري.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي:«له افغانستانه د جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته به موږ په دفاع وزارت کې دوه نوې برخې ولرو. یو دا چې کابل کې زموږ د ډېپلوماټانو لپاره حضور، دویمه برخه به: افغانستان سره د اړیکې لپاره، د یوې دوه اړخیزې اړیکې لپاره، د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړواوي کې د مرستې دوام لپاره فعاله وي.»
بل خوا افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر پرون ویلي، تر هغو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شوي نه وي، له افغان پوځيانو به ملاتړ روان وي.
ښاغلي مېلر زیاته کړې چې د طالبانو له اړخه تاوتریخوالی د سولې ټینګښت ګرانوي.
په ورته وخت کې د جرمني دفاع وزیرې ویلي، چې له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه ویستل او په دې سره یې افغانستان کې نږدې ۲۰ کلن پوځي حضور ختم کړ.
ټاکل شوې، د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټلوالې پوځي ماموریت د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱ مې بشپړ شي.