داسې حال کې چې طالبانو دې وروستیو کې پر ۱۲۰ ولسوالیو ولکه ټینګه کړې ده، د ځانګړو عملیاتو د قولاردو قوماندان وایي، د طالبانو ځپل د ځانګړو ځواکونو لومړیتوب دی.
د ځانګړو عملیاتو د قولاردو قوماندان هبتالله علیزی وايي، چې ځانګړو ځواکونو د لویو ښارونو، لویو لارو او د بندرونو د امنیت لپاره قوي کمربندونه جوړ کړي دي.
د پوځ د ځانګړو عملیاتو د قولاردو دغه قوماندان وایي، د لسګونه ولسوالیو نه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وتلو لاملونه، سیاسي، سیمهییز او ټولنیز دي، چې و به څېړل شي.
ښاغلي علیزي ویلي:«هر څومره چې کولی شو، دوښمن ته باید تلفات واړوو، چې زموږ یو اصلي کار همدا دی. د دې تر څنګ؛ لوی ښارونه، لویې لارې او مهم او اقتصادي بندرونه چې لویو ښارونو او زموږ وطن ته ارزښت لري، امنیت یې موږ ته لومړیتوب دی.»
د ځانګړو عملیاتو د قولاردو دغه قوماندان چې د شنبې په شپه، غزني او لغمان کې له عملیاتو کابل ته راستون شوی، وایي، د طالبانو په لیکو کې بهرني کسان او د القاعده وسلهوال دي.
ښاغلي علیزي ویلي:«پاکستاني طالبان زیات لیدل کېږي. دې وختونو کې کوم طالبان چې د پنجاب دي، ان د پاکستان د پوځ کارډونه ورسره دي. د افغان طالبانو شمېر په کمېدو دی.»
ښاغلی علیزی وایي، دمګړۍ ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره ځانګړي ځواکونه د طالبانو په ځپلو بوخت دي او کېدای شي وسلهوالو مخالفانو سره جګړې لپاره د دې ځواکونو شمېر زیات شي.
نوموړي ویلي:«هره کوچنۍ ستونزه چې دوی یې احساسوي، په تاکتیکي کچه باید ستونزې یوې خواته کړي او زموږ ټول ټینګار د دوښمن په ځپلو دی.»
په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې دولتي ځواکونه د شاوخوا ۱۲۰ ولسوالیو نه وتلي دي او طالبان د دغو ولسوالیو په مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.