د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي پرون د سېشنبې په ورځ ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره، د امریکا هدف په کابل کې دایمي حضور دی.
اغلې ساکي ویلي:«ښه، لومړی زه دا وایم چې موږ کابل کې د دایمي حضور نیت لرو. ان هغه مهال چې زموږ ټول ځواکونه ووځي هم.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي:«موږ د افغانستان له دولت سره ګډې همکارۍ ته دوام ورکوو. دا هغه څه دي، چې د امریکا ولسمشر دا څو ورځې وړاندې افغان مشرانو سره واشنګټن کې کتنه کې وویل. چې موږ له افغانستان سره امنیتي او بشرپالې مرستې کوو او د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړو چې موږ ته خطر نهشته.»
جان ساکي دا هم ویلي:«دا همکاري به دوام وکړي. موږ دا نیت لرو چې کابل کې خپل سفارت کې حضور ولرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ، پرون د سېشنبې په ورځ ویلي، چې ۹۰ سلنه ځواکونه یې له افغانستانه وتلي دي.