د کابل د پغمان ولسوالۍ قلعه حیدرخان کلي کې د دولتي ځواکونو پر پوستې د طالبانو په برید کې، د پولیسو شپږ سرتېري وژل شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو نن چهارشنبې د سهار په دوو بجو، لومړی پر دغې پوستې د توغندیو له ویشتلو سره برید پیل کړ او ورسوته دغې پوستې ته ننوتل او د سرتېرو تجهیزات یې له ځان سره یوړل.
دغه سرچینه زیاتوي چې د دواړو لوریو په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوس طالبانو له سیمې تښتېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي:«طالبان له سیمې تښتېدلي دي. موږ په سیمه کې چاڼيز عملیات پیل کړي دي.»
یو شمېر هغه کسان چې پېښې د سیمې په شااو خوا کې هټیو او نانوایۍ کې کار کوي وایي چې د برید پر مهال یې ځانونه پټ کړي وو.
د سیمې اوسېدونکی رحیم الله وايي:«د راکټ ډز وشو. پر پیکا څو ډزې وشوې او د کلاشینکوف ډزې وشوې. دوه دو دوه دقیقې جګړه پيل شوه او دوه نیمې پای ته ورسېده.»
د سیمې بل اوسېدونکی حامد هم زیاتوي:«ټول شاګردان ډار شوي وو او موږ ځانونه په یوې څنډه کې چې اوړه تشوو پټ کړي وو.»
تېره اوونۍ په همدې سیمه کې درېیو بریدګرو د سړک له غاړې یو موټر په توغندي وویشت او یو بل موټر یې وسوځاوه.