امنیتي سرچینې وایي، چې نن (دوشنبه د چنګاښ په ۲۱ مه) د هلمند مرکز کې، د سړک غاړې ماین چاودنه کې درې تنه ملکي کسان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.
سرچینې وایي، دا پېښه نن سهار شاوخوا ۸ بجې د لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې بولان سیمه کې هغه مهال شوې، چې د ملکي کسانو یو موټر د سړک غاړې پر ماین وخوت.
سرچینو ویلي:«ټول قربانیان ملکي کسان دي او د یوې کورنۍ غړي دي، چې له ولسوالۍ ښار ته راتلل. ښځې او ماشومان هم پهکې دي.»
سرچینې وایي، د پېښې ټپیان په لښکرګاه کې د ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي دي.
هلمند کې چارواکو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې چاودنې مسوولیت هم لا چا نه دی منلی.