طالبانو ترکیې ته خبرداری ورکړی، که چېرې ترکي ځواکونه د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره په کابل کې پاتې شي؛ نو برید به پرې وکړي.
طالبانو په یوې اعلامیې کې له ټاکل شوې مودې وروسته په افغانستان کې د ترکیې د ځواکونو حضور د منلو وړ نه ګڼي او دغه پاتې کېدل د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په مانا بولي.
تر هغه درې ورځې وروسته چې د ترکیې ولسمشر ومنله چې د دغه هېواد ځواکونو د حامدکرزي د نړۍوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی، طالبان په یوه اعلامیه کې وایي چې د ترکیې د ځواکونو حضور به د افغانستان او ترکیې د خلکو تر منځ د ستونزو لامل شي.
د طالبانو په دغې اعلامیه کې راغلي دي:«زموږ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل هغه که د هر هېواد او تر هر نامه لاندې چې وي ښکېلاک دی، او له ښکېلاکګرو (اشغالګرو) سره به د افغانستان د یو نیم زر جیدو علمای کرامو د هغې فتوا پر بنسټ چلن کېږي چې په کال ۱۴۲۲ هـ ق ( ۲۰۰۱ م ) کې یې صادره کړې ده. د کومې فتوی په اساس چې له تېرو شلو کلونو راهیسې جهاد روان دی.»
تر دې وړاندې افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې د ځواکونو له لوري د حامدکرزي د نړۍوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی دی.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي:«هغوی له پوځي لارې خپلې غوښتنې د افغانستان پر خلکو نه شي تپلای، هغوی داسې مفکورې لري چې ځینې خلک یې مني،خو د خلکو لویه برخه هغوی نه مني.طالبان نه شي کولای د ژوندانه هغه بڼه چې دوی یې غواړي پر پنځه دیرش میلیونه افغانانو وتپي.»
په داسې حال کې د هېواد په لسو ښارونو او تر شلو زیاتو ولایتونو کې جګړه روانه ده چې دواړو لورو د سولې خبرې هم نه دی درولي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دوحه کې دی او د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا پر دغه سفر نیوکه کړې ده.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند څرګندوي:«د ښاغلي خلیل زاد سفر له دې امله مهم دی چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د بهر کېدو په حال کې دي او دا چې هڅه کېږي چې افغاني لوري سره یوې سولې ته ورسېږي.»
بل خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام آباد کې د افغانسان د بهرنیو چارو له وزیر سره به کتنه کې د کابل او اسلام آباد د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی دی. د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بلل کیږي.
په دې اړه مو اندونه