Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې سبا د ولسمشر په مشرۍ دوحې مذاکراتو په اړه غونډه جوړه شي

ټاکل شوې ده چې سبا د ولسمشر غني په مشرۍ او د سیاسي مشرانو په حضور کې یوه غونډه جوړه شي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره دوحې ته د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ د تلونکي پلاوي د اجنډا او وخت په هکله پرېکړه وشي.

بلخوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړی محمد کریم خلیلي وایي چې تر اوسه له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحه ته د تلونکي پلاوي ترکیب، اجنډا او د سفر وخت څرګند نه دی.

ښاغلی خلیلي زیاتوي چې د پنجشنبې په ورځ به په همدې تړاو له ولسمشر غني سره په ارګ کې یوه غونډه وشي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړی محمد کریم خلیلي وویل:«موږ د تګ د څرنګوالي او وخت په هکله جلسه لرو، یقیناً چې سبا موږ تر ډېره په جریان کې پاتې کېږو او روښانه قضیې پیدا کوو چې له دغه ابهام څخه ووځو.»

محمد کریم خلیلي ټینګار کوي چې اوربند به د دوحې د غونډې تر ټولو مهمه موضوع وي:«ټولو خواوو ته خبرداری ورکوم چې له دغو پرمختګونو او جګړو او یا هم نورو خوځښتونو ته دې زړه نه ښه کوي شونې ده چې دا وضعیت دوام پیدا کړي، موږ احساس کوو چې موږ د یوه داسې افغانستان شاهد واوسو چې له دې ډېر نور په ستونزو کې ښکېل نه شي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې دغه پلاوي به د سولې په نیت او هوډ سره دوحې ته ولاړ شي:«سوله خپلې غوښتنې لري. د دواړو لوریو د جوړجاړي غوښتنه لري. په ډېریو موردونو کې موږ له دغې روحیې سره هغه ځای ته ځو، خو دا شونې نه ده چې یو څوک دې یو څه وغواړي هغه دې د جګړې له لارې ترلاسه کړي او مشروعیت یې بیا په خبرو اترو کې ترلاسه کړي.»
 
طالبان وایي چې په دې کتنه کې د دې ډلې د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوي او په دوحه کې به د طالبانو د سیاسي دفتر غړي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
            
په دې لړ کې حزب اسلامي وایي چې ګلبدین حکمتیار به په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی به مشر ونه لري.
           
د حزب اسلامي مشرتابه غړی همایون جریر څرګنده کړه:«حکمتیار صاحب په یوه پلاوي کې چې د افغانستان له مشرانو جوړ وي او موخه یې په دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره جدي مذاکره وي ګډون کوي.» 
     
تر دې وړاندې سرچینو ویلي دي چې د عبدالله عبدالله، حامدکرزي، یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، سلام رحیمي، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، سید سعادت منصور نادري، عنایت الله بلیغ او فاطمې ګیلان په ګډون به یوولس تنه د جمعې په ورځ له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولاړ شي او له دې ډلې سره به یوه ورځنۍ غونډه ولري.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمېټې غړی محمد کریم خلیلي ټینګار کوي چې اوربند به د دوحې د غونډې تر ټولو مهمه موضوع وي.

شریک یي کړئ