د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې په پاکستان کې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل چې د چنګاښ په ۲۵مه په اسلام اباد کې د ناپېژانده کسانو له خوا تښتول شوې وه، ازاده شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، سلسله علي خېل د څو ساعتونو لپاره په بند کې وه، او د تښتوونکو له خوا سخته ربړول شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاتوي چې سلسله علي خېل دم کړۍ تر درملنې لاندې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه غوښتي دي چې د ډپیلوماټانو او د هغوی د کورنۍ د غړو امنیت تامین کړي او همدارنګه وروستۍ پېښه وڅېړي.
په دې اړه مو اندونه